د هغو کورنیو سروی/ نظرپوښتنه چې په ویست ساسکس کې ژوند کوي
لاندی سروې/نظرپوښتنه د ټولو هغو کورنیو لپاره ده چې په ویست ساسکس کې ژوند کوي او عمرونه يې له ۱۸ کالو څخه پورته وي او د ویست ساسکس د محلی شورا لخوا يې ملاتړ کېږي.
د دې سروې پایلې به له موږ سره مرسته وکړي چې ډاډه شو موږ داسې خدمات وړاندې کوو چې د هغو کسانو اړتیاوې پوره کړي چې موږ یې ملاتړ کوو. مهرباني وکړئ دا یاد وساتي، ستاسو ځوابونه محرم دي
ټول هغه کسان چې عمرونه يې ۱۸ کاله او یا له هغه څخه زیات وي باید دا سروي بشپړه کړي. که چیرته ستاسو په کورنئ کې دوه او یا هم له هغه څخه زیاد د ۱۸ کالو (یا له هغه څخه زیاد) کسان شتون ولري هر یو يې باید بیل بیل دا سروي بشپړه کړي
مهربانې وکړئ به ياد وساتئ چې دا سروی د جمعی په ورځ د جون په اوومه نیټه پایته رسېږي
که تاسو دې معلوماتو ته په بله بڼه اړتیا لرئ نو مهرباني وکړئ موږ سره د لاندی ایمیل او یا تلیفون له لاری اړیکه ونیسئ. موږ به خپله پوره هڅه وکړو چې له تاسو سره مرسته وکړو
afghannewhomes@westsussex.gov.uk
۰۳۳۰۲۲۲۰۷۹۸۰
که چېرته تاسو سم اوریدلای نشئ او په خپل کمپیوټر یا ټلیفون کې د این جی ټی متن کاروئ نو تاسو کولائ شئ د مرستی لپاره زموږ سره په لاندي شمیره په تماس کې شئی
۰۳۳۰۲۲۲۰۷۹۸۰
مهرباني وکړئ په یاد ولرئ چې تاسو کولای شئ د ګوګل ټرانزلیت په مرسته په مختلفو ژبو دغو معلوماتو ته لاسرئ ولرئ. تاسو کولائ شئ د دي ویب پاڼې په ورتنۍ ښي خوا کې د ژبې غوره کولو تڼۍ وکاروئ او د خپلې خوښي ژپه وټاکئ
د دې ویب پاڼې د لاسرسي په اړه د نورو معلوماتو لپاره، مهرباني وکړئ زموږ د لاسرسي ټب د دي پاڼې په پای کې وګورئ (په نوې پاڼه کې خلاصیږي)
د معلومات محرمیت
د ویست ساسکس محلی شورا د مهاجرت او بیا میشتیدنې دفتر دا سروې د ځینو شخصي معلومات راټولولو لپاره کاروي ( د بیلګې په ډول نوم، عمر، جنس). د دي معلومات پروسس کول د مشروع ګټو او اهدافو لپاره اړین دي چې د معلومات د کنټرولونکي یا دریمې ډلې لخوا تعقیب شوي وي. که چېرته د شخص د ګټو، حقونو یا آذادیو موضوع مطرح شي؛ پورته ګټې به په پام کې ونه نیول شي
موږ دا معلومات د ۲۰۱۸ کال د معلوماتو د ساتنی قانون، د عمومي معلوماتو د ساتني مقرراتو او نورو اړونده قوانیو په اساس پروسس کوو. د ویست ساسکس محلی شورا د معلوماتو د کنټرولونکې په توګه راجسټر شویده (د راجیسټر شمیره Z6413427)
هغه معلومات چې تاسو له موږ سره شریک کوئ پرته لدي چې بیان شوي وي د بل هدف لپاره نه کارول کېږي او د ۳ کالونو لپاره په برقی ډول ذخیره کيږي مخکې له دي چې په خوندي او مناسب ډول له منځه یوړل شي. زموږ (د معلوماتو کنټرولونکې) په اړه د نور معلوماتو لپاره مهرباني وکړئ زموږ د معلوماتو محرمیت پالیسی وګورئ (په نوی پاڼه کې خلاصیږي)